ط..البان وایي په کندهار ولایت کي ئې له پاکستانه د راوړل سوي ۲۶۲ کارټنه درملو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو ئې اته کسان نیولي دي.
د مسئولينو په وینا، دغه درمل د کندهار ښار په لسمه امنیتي حوزه او د سپین بولدک ولسوالۍ د رباط په سیمه کي نیول سوي دي.
هغوی وايي دغه قاچاقي درمل په یوه ټېلر، یوه فوربکس او یوه زرنج موټرسایکل کي لېږدول کېدل، چي د ط..البانو له خوا کشف او ضبط سوي دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو تړل کېدو او سوداګریزو محدودیتونو یوازي د دواړو هیوادونو پر رسمي سوداګرۍ منفي اغېز نه دئ کړی، بلکي د قاچاق له پاره ئې هم زمینه برابره کړې ده. کله چي قانوني سوداګریزي لاري بندي سي، ځیني کسان هڅه کوي توکي د غیرقانوني لارو هیواد ته راوړي. دا چاره نه یوازي د دولت عواید زیانمنوي، بلکي د بېکیفیته او غیرمعیاري درملو د بازار ته د داخلېدو خطر هم زیاتوي.