په کنړ کي زلزله ځپلو ته ۱۵۰ کورونه جوړ سوي
د ط..البانو له پېښو سره د مبارزې عمومي اداره وایي، د کنړ په څوکۍ ولسوالۍ کي ئې زلزله ځپلو کورنیو ته ۱۵۰ کورونه جوړ او ګټي اخیستني ته سپارلي دي.
د یادي ادارې د معلوماتو له مخي، دغه کورونه د څوکۍ ولسوالۍ په ډېوه ګل دره کي د ناروې د بشري مرستو مؤسسې (NCA) په مالي ملاتړ جوړ سوي، چي ۱۰۰ ئې بیارغول سوي او ۵۰ نور له سره جوړ سوي دي.
ياده اداره وايي، د دغو کورونو د جوړولو چاري په اتو میاشتو کي بشپړي سوي او ټولټال ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت پر راغلی دئ.
د يادي ادارې په وینا، تر دې مهاله په یاده سیمه کي د زلزله ځپلو کورنیو شاوخوا ۱۳۰۰ کورونه بیارغول سوي او د نورو کورونو د جوړولو چاري هم رواني دي.