د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چي ښايي په مناسب وخت کي د ایران له مذهبي مشر سره مخامخ لیدنه وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چي ښايي په مناسب وخت کي د ایران له مذهبي مشر سره مخامخ لیدنه وکړي.
ټرمپ د «فورس وان» پوډکاسټ سره په مرکه کي د امریکا او ایران ترمنځ د روانو کړکېچونو او متقابلو بریدونو ترڅنګ، د خبرو اترو په اړه خوشبیني څرګنده کړه.
هغه ويلي، چي د ایران مذهبي مشر په مذاکراتو کي ښکېل دئ او له دې بهیر سره ئې موافقه ښودلې ده.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه، چي د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو د بریا هیله سته او د راتلونکي لیدني امکان هم سته.