د اندونيزيا رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد په مرکز جاکارتا کي د اورلګېدني له امله تر ۲۰۰ زیات کورونه سوځېدلي دي.
په ورته وخت کي اړوندو ادارو د اور د مهارولو له پاره بېړني ټیمونه سیمي ته استولي؛ خو تر اوسه د پېښي د اصلي علت او د احتمالي قربانیانو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره سوي.
چارواکي وایي، د زیانونو د کچي ارزونه روانه ده او د اورلګېدني د رامنځته کېدو د څرنګوالي په اړه به له څېړنو وروسته نور معلومات له رسنیو سره شریک سي.