د ايران د بشري حقونو سازمان ههنګاو په خپل تازه نشر سوي راپور کي ويلي، چي د ايران دولت يو معلول افغان اعدام کړی.
د ياد سازمان په وينا چي د ايران دولت د ولي جان نورزي په نوم يو معلول افغان د کرمان ولايت په زندان کي اعدام کړی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي ولي جان نورزی د قتل په تور اعدام سوی دئ.
تر اوسه په تهران کي د ط..البانو سفارت د دغه موضوع په تړاو څه نه دي ويلي.