د ایران د بشري حقونو سازمان د پنج شنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د ايران دولت د کرج په زندان کي يو افغان اعدام کړی.
په راپور کي ويل سوي، چي د ايران دولت دغه افغان د قتل په تور اعدام کړی دئ.
ياد سازمان زياتوي، چي دغه افغان په ۱۴۰۳ کال کي خپل همسايه په قصدي توګه وژلی و.
تر اوسه د اعدام سوي افغان هويت څرګند نه دئ.