د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د واشنګټن هغه ادعاوي بې‌بنسټه بللې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د واشنګټن هغه ادعاوي بې‌بنسټه بللې، چي ګواکي تهران د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د جوړولو هڅي پیل کړي دي.
بقایي ویلي، امریکا د ایران په اړه بېلابېل تورونه مطرح کوي، څو د دغه هیواد پر ضد د پوځي اقدام له پاره د خلګو ملاتړ خپل کړي.
نوموړي د ۲۰۰۳ کال د عراق جګړې ته په اشارې ویلي، امریکا هغه مهال هم د ډله‌ییزي وژني وسلو په پلمه پر عراق برید وکړ، خو وروسته دغه ادعاوي ناسمي ثابتي سوې.

دا په داسي حال کي ده چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دې وروستیو کي ایران د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو پر جوړولو په څېړنو تورن کړی دئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *