د ایران د ملارد ولسوالۍ چارواکو اعلان کړی چي د امنیتي ځواکونو لخوا ۳۰ کسان د تهران په لوېدیځ کي د عامه نظم او امنیت

د ایران د ملارد ولسوالۍ چارواکو اعلان کړی چي د امنیتي ځواکونو لخوا ۳۰ کسان د تهران په لوېدیځ کي د عامه نظم او امنیت د ګډوډولو په تور په تازه اعتراضونو کي نیول سوي دي.
چارواکي وایي، دا کسان د امنیتي او استخباراتي ادارو د ګډو عملیاتو پر مهال نیول سوي او پر هغوی تور دئ چي د ټولني نظم ته ئې زيان رسوئ.
په ورته وخت کي راپورونه ښيي چي د معترضانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کي د وژل سوو شمېر شپږو ته رسېدلی.

د ايران حکومت ویلي چي د ناآرامیو د کنټرول له پاره به له اصنافو او بازاري استازو سره مستقیمي خبري پیل کړي، څو د وضعیت د ارامولو له پاره حللاري ومومي.