د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضایي وايي، چي ايران امريکا ته په جګړې او سياسي ډګر کي ماته ورکړې ده.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخي، رضایي ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړهییزو سیاستونو له امله خپل هیواد ته درانه زیانونه اړولي، د امريکا اوسېدونکي او حکومت ئې له لوړو لګښتونو سره مخ کړي دي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چي له ایران سره هر ډول پوځي جګړه به امریکا ته زيان ولري.