د ایران د پارلمان رئيس محمدباقر قالیباف د سیمي پر هیوادونو د ایران له توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو تر بریدونو وروسته ویلي، د یو اړخیزو هوکړو دوره پای ته رسېدلی او مقابل لوری باید خپلي ژمني عملي کړي.
قالیباف په اېکس ټولنیزه شبکه کي لیکلي، ایران مخکي هم خبرداری ورکړی و، چي یا پر خپلو ژمنو ودرېږئ او یا ئې پایلي ومنئ.
هغه له خپل پیغام سره د اسلاماباد د ۱۴ مادو د تفاهملیک د پنځمي مادې انځور هم خپور کړی، چي په کښي د ایران په ترتیباتو د هرمز تنګي د خوندي او ازاد تګ راتګ یادونه سوې ده.
د یاد سند له مخي، ایران ژمنه کړې چي د تفاهملیک د لاسلیک وروسته به د ۶۰ ورځو له پاره د فارس خلیج او عمان سمندر ترمنځ د سوداګریزو بېړیو خوندي او بېلګښته تګ راتګ ته زمینه برابره کړي.