د ایران د کار خبري اژانس (ایلنا) راپور ورکړی

د ایران د کار خبري اژانس (ایلنا) راپور ورکړی، چي د‌دغه هيواد په يزد ولايت کي درې تنه افغانان د کار پر مهال په جلا جلا پېښو کي وژل سوي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي یو افغان کارګر د شګو او جغل په یوه کارخونه کي تر لارۍ لاندي سوی وژل سوی او بل کارګر د کاشیو په یوه فابریکه کي د ماشین پاکولو پر مهال ماشین ته لوېدلی او ژوند ئې بایللی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي يو بل ۲۳ کلن افغان کارګر د څاه کیندلو پر مهال د خاوري د ښویېدو له امله تر خاورو لاندي سوی او وژل سوی دئ.

بايد وويل سي، چي په تېرو دوو کلونو کي په ایران کي د کار پر مهال د وژل سوو افغان کارګرو شمېر ۱۷ تنو ته رسېدلی دئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *