د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسيټ وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو د دغه هیواد نړۍوال اعتبار ته سخت زیان اړولی او د دې بهیر د ناکامۍ لاملونه باید په هر اړخیز ډول وڅېړل سي.
نوموړي ویلي، په ۲۰۲۱ کال کي له کابل څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال رامنځته سوی وضعیت د امریکا له پاره د شرم وړ و او د نړۍ ټولو سیالانو ئې دغه د امریکا دغه د شرم حالت ته کتل.
هګسيټ دا څرګندوني د امریکا د پوځي زدهکړو د بنسټونو د ارزوني پر مهال کړي او نیوکه ئې کړې، چي دغه مرکزونه د افغانستان د جګړې او له دغه هیواده د امریکايي ځواکونو د وتلو په څیر مهمو ستراتیژیکو ناکامیو ته کافي پاملرنه نه کوي.
هګسيټ ټینګار کړی، چي د دغو ناکامیو د لاملونو څېړل اړین دي، څو په راتلونکو پوځي عملیاتو کي ورته تېروتني تکرار نه سي.