د ط..البانو د پېښو پر وړاندي د مبارزې چمتووالي ادارې په شپږو ولایتونو کي د سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو خبرداری

د ط..البانو د پېښو پر وړاندي د مبارزې چمتووالي ادارې په شپږو ولایتونو کي د سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو خبرداری ورکړی دئ.
د يادي ادارې په وینا د چهارشنبې په ورځ به په پنجشېر، پروان، بغلان، تخار، بدخشان او نورستان ولایتونو کي د درنو بارانونو، تالندي او برېښنا احتمال وي. همداراز، په ځینو نورو سیمو کي د تېزو بادونو او واوري ورېدو وړاندوینه هم سوې ده.
دغي ادارې له خلګو غوښتي چي د احتمالي سېلابونو له خطر څخه د خوندي پاته کېدو له پاره د سیندونو له غاړو او ټیټو سیمو ليري واوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *