د ایران سپاه پاسداران وايي، ځواکونو ئې د هرمز تنګي په ختیځه برخه کي یوه امریکايي ام‌کیو-۱ بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده

د ایران سپاه پاسداران وايي، ځواکونو ئې د هرمز تنګي په ختیځه برخه کي یوه امریکايي ام‌کیو-۱ بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.
د ایران رسنیو د پنج شنبې په ورځ د دغه هیواد د سپاه پاسدارانو د خبرپاڼو په حواله راپور ورکړی، چي دغه الوتکه د سیریک سیمي ته څېرمه، د هرمز تنګي په ختیځه فضا کي په نښه سوې او له منځه وړل سوې ده.
د سپاه پاسداران د عامه اړیکو ادارې ادعا کړې، چي د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې له پیل راهیسي، په تېرو اوو میاشتو کي دا څوارلسمه امریکايي ام‌کیو-۱ بې‌پیلوټه الوتکه ده چي ویشتل کېږي.