د ایران سپاه پاسداران وايي

د ایران سپاه پاسداران وايي، د غچ اخیستونکو بریدونو په دوهم پړاو کي ئې د بحرین په الرفاع پوځي اډه کي د امریکا د هوايي دفاع رادار په شپږو ډرونونو ویشتلی دئ.
سپاه پاسدارانو د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کي ویلي، د دغو ډرونونو د برید ږغونه د بحرین په بېلابېلو سیمو کي اورېدل سوي دي.
د ایران دغه ځواک ادعا کړې چي امریکا په هرمز تنګي کي د تېلو د لېږدوونکو بېړیو د ساتني په برخه کي پاته راغلې او هڅه کوي د دغه تنګي د تړل کېدو موضوع له نړۍوالو پام واړوي.

سپاه پاسداران همدارنګه ویلي چي یو شمېر امریکايي ډرونونه ئې هم رانسکور کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *