د ایران مخکښ سیاستوال علي لاریجاني په خپلو وروستیو څرګندونو کي د لوېدیځو هیوادونو پر مشرانو توندي نیوکي کړي دي.
لاریجاني ویلي چي د ایران مشران له خلګو سره نژدې ژوند کوي او د خلګو په منځ کي اوسېږي؛ خو د هغه په وینا د لوېدیځو هیوادونو ځیني مشران د شتمنو او بانفوذه کسانو له حلقو سره تړلي دي.
هغه د لوېديځ هيوادونو مشرانو ته په خطاب کي ويلي:«د ایران مشران د خلګو په منځ کي دي، خو ستاسو مشران د اپسټین په ټاپو کي دي.» د هغه اشاره د امریکايي پانګهوال جفري اپسټین هغه ټاپو ته ده، چي د کلونو له پاره د نړۍوالو رسنیو د بحث موضوع وه.
کارپوهان وایي چي دا ډول څرګندوني د ایران او لوېدیځ ترمنځ د سیاسي او تبلیغاتي جګړې یوه برخه ده، چي په کښي دواړه لوري هڅه کوي د یو بل پر مشرانو او سیاسي نظامونو نیوکي وکړي.