د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، حکومت ئې هڅه کوي چي د هیواد رواني ستونزي او اقتصادي بحرانونه د خبرو اترو او د خلګو په همکارۍ حل کړي.
نوموړي ویلي، د ایران مشر د ستونزو د هواري له پاره حکومت ته لازم واکونه سپارلي او ټینګار ئې کړی چي جګړه د هېچا په ګټه نه ده.
پزشکیان زیاته کړې، ایران به د جګړې له لاري تسلیمېدو ته اړ نه سي او حکومت ئې د خلګو د ژوند د ښه کولو، د کورني تولید د پیاوړتیا او له بې‌وزلو سره د مرستي له پاره پلانونه لري.

هغه ويلي، چي د ډیزلو او انرژۍ له لوړې بیو څخه ترلاسه کېدونکي عواید به د خلګو او اړمنو کورنیو د ملاتړ له پاره ځانګړي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *