د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په خستک درې کي د ط..البانو ترمنځ د څړځايونو پر سر نښته لا هم روانه ده.
ځایي سرچینې وایي، یوازي په وروستیو ورځو کي د دغو نښتو له امله له ۱۰۰ څخه ډېر پسونه تلف سوي.
د سرچینو په وینا، دغه نښته شاوخوا دوه اوونۍ وړاندي د خستک درې د کیپ او پلر کلیو د ط..البانو ترمنځ د څړځايونو د کاروني پر سر پیل سوې، خو له تېرو دوو ورځو راهیسي ئې زور اخیستی دئ.
ویل کېږي، ط..البانو د نښتي د مهار له پاره سیمي ته اضافي ځواکونه استولي دي. سرچینې زیاتوي، دواړه لوري د ط..البانو د ځینو لوړپوړو چارواکو له ملاتړ څخه برخمن دي او د سیمي ځیني اوسېدونکي ئې هم وسله وال کړي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخي، د ط..البانو د پوځ مشر فصیحالدین فطرت په دې سیمه کي شاوخوا ۵۰۰ پسونه لري او د هغو د ساتني له پاره ئې لسګونه وسله وال ځای پر ځای کړي دي.