د بدخشان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي د ط..البانو چورلکو د دغه ولايت په نسي ولسوالۍ کي د ط.. البانو له ډلي څخه د بېل سوي ط..الب جمعه خان فاتح پر کسانو هوايي برید کړی.
د سرچینو په وینا، له هوايي برید وروسته د طالبانو بېپیلوټه الوتکي د نسي ولسوالۍ په فضا کي ګزمې کوي.
تر اوسه د برید د احتمالي مرګژوبلي په اړه معلومات نه دي خپاره سوي.
ځايي اوسېدونکي وايي، چي د ط..البانو او د جمعهخان فاتح د کسانو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او ط..البان نسي ولسوالۍ ته د نورو ځواکونو د لېږلو په حال کي دي.