د ماشومانو د ژغورني سازمان وايي

د ماشومانو د ژغورني سازمان وايي، په افغانستان کي د بشري مرستو د کمېدو له امله شاوخوا ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل سوي یا ئې خدمتونه کم سوي دي.
د دغه سازمان د تازه راپور په حواله په ۲۰۲۶ کال کي نژدې ۳.۷ میلیونه له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان له سختي خوارځواکۍ سره مخ دي.
راپور زیاتوي، د ماشومانو د سختي خوارځواکۍ کچه د تېرو څلورو کلونو په پرتله ۱۴ سلنه لوړه سوې او د روان کال په دویمه ربع کي د هیواد په ډېرو ولایتونو کي وضعیت نور هم خراب سوی دئ.

د ياد سازمان په وینا، د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو له امله شاوخوا څلور میلیونه کسان له روغتیايي خدمتونو اغېزمن سوي، چي نژدې نیمایي ئې ماشومان دي.
دغه سازمان له نړۍوالي ټولني غوښتي چي د افغانستان د ماشومانو د ژوند ژغورلو له پاره بېړنۍ مرستي زیاتي کړي.