د ملګرو ملتونو د ښځو برخي ویلي، په افغانستان کي د ښځو او نجونو وضعیت لا هم د زدهکړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله له ستونزو سره مخ دئ.
د دې ادارې په یوه تازه راپور کي ویل سوي، چي په ۲۰۲۶ کال کي شاوخوا ۱۰.۷ میلیونه افغان ښځي او نجوني بشري مرستو ته اړتیا لري.
راپور زیاتوي، د سروې ډېری ښځي په میاشت کي دوه ځله یا تر دې هم لږ له خپلو کورونو وځي.
دغه سازمان وايي نژدې درې پر څلورمه برخه ښځي له محرم نارینه پرته له کوره د وتلو پر مهال ځان خوندي نه احساسوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو برخي د معلوماتو له مخي، په افغانستان کي د ښځو د کار کچه یوازي اووه سلنه ده.
دغه اداره وايي، د ښځو پر وړاندي موجود محدودیتونه د هغوی پر ورځني ژوند او په ټولنه کي پر ګډون هم اغېز کړی دئ.