د ارزګان ولايت په مرکز ترینکوټ ښار کي په یوه ماشوم کي د پوليو د ناروغۍ مثبته پېښه تائید سوې ده

د ارزګان ولايت په مرکز ترینکوټ ښار کي په یوه ماشوم کي د پوليو د ناروغۍ مثبته پېښه تائید سوې ده.
د ارزګان ځايي ډاکټران وايي، دغه ماشوم د ترینکوټ ښار د سرخوم سیمي اوسېدونکی دئ او د پولیو له امله ئې پښې فلج سوي دي.
د ډاکټرانو په وینا، څو میاشتي وړاندي په ماشوم کي د پولیو نښي څرګندي سوي وې، خو اوس ئې د ناروغۍ مثبتي پایلي تائید سوي دي.