د بشر حقونو د څار سازمان په خپل تازه راپور کي ويلي

د بشر حقونو د څار سازمان په خپل تازه راپور کي ويلي، چي په تېرو دوو کلنو کي په نړۍ کي پر ښوونيزو مرکزونو ۴۰ سلنه بريدونه زيات سوي دي.
د دغه سازمان په وينا چي په ياده موده کي پر ښوونيزو مرکزونو باندي ۸ زره ۵۰۰ بريدونه سوي دي.
ياد سازمان د نړۍ د نورو هيوادونو ترڅنګ د افغانستان نوم هم ياد کړی دئ.

په راپور کي ويل سوي، چي د افغان نجونو پر زده کړو محدوديتونه او پر ښوونکو د کار بنديز هم د زده کړو پر سيستم مستقيم بريد دئ.
ياد‌ سازمان ويلي، چي د يادو بريدونو له امله په ټوله نړۍ کي ۱۰ زره ۶۰۰ زده کوونکي، ښوونيز مامورين او ښوونکي وژل سوي دي.
دغه سازمان په ټوله نړۍ کي د زده کوونکو له پاره پر خوندي ښوونيز چاپيريال باندي ټينګار کړی دئ.