د تاجکستان پوليسو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د تاجکستان په وحدت ښار کي ئې يو افغان د خپل پلار د قتل په تور نيولی دئ.
د پوليسو په وينا چي دغه کس خپل پلار د چاقو په وسيله وهلی او وژلی دئ، چي وروسته د پوليسو له خوا نيول سوی اوس تر څېړنو لاندي دئ.