د ترکيې پوليسو خبر ورکړی، چي د دغه هيواد بالیکسیر ښار کي ئې ۳۵ افغان کډوال اروپا ته د ناقانونه تګ په تور نيولي دي.
د پوليسو په وينا دغو افغانانو غوښتل چي د ترکيې څخه يونان ته او بيا نورو اروپايي هيوادونو ته په قاچاقي توګه سفر وکړي، چي د پوليسو له خوا نيول سوي دي.
پوليس دغه راز زياتوي چي په دغه پېښه کي ئې ۴ کسان د انساني قاچاق په تور هم نيولي دي، چي دوسيې ئې اوس مهال تر څېړنو لاندي دي.