د خوست څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د خوست څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي تېره ورځ د دغه ولايت په مندوزيو ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو يو ځوان په خپل کور کي وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی ځوان بلال احمد‌ نومېدی او د اوو خويندو يو ورور و.
تر اوسه د بلال احمد د وژني اصلي انګېزه څرګنده نه ده او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.

بايد وويل سي، په افغانستان کي مرموزي وژني ورځ تر بلي زياتېږي، چي ولس ئې د ط..البانو څخه د کنټرول او امنيت غوښتنه کوي.