د خوست څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په تڼيو ولسوالۍ کي يو ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان نصرالله نومېږي، چي د تېر جمهوري نظام پر مهال په سرحدي پوليسو کي وو.
د سرچينې په حواله چي دغه ځوان د غريبۍ له امله ځان وژنه کړې ده.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کی د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او دې ته ورته نورو ستونزو له امله د ځان وژنی پېښي زياتي سوي دي.