د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چي په افغانستان کي د بودیجې کمښت

د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چي په افغانستان کي د بودیجې کمښت، اقتصادي ستونزو او د خوراکي توکو د بیو لوړېدو له امله د خوارځواکۍ ضد مرستي له جدي خطر سره مخ سوي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي، دا مهال ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخ دي او نژدې پنځه میلیونه ماشومان او ښځي په خوارځواکۍ اخته دي.
د یاد پروګرام د افغانستان څانګي مشر، جان ایلیف ویلي، د تغذیې مرستي د میلیونونو افغانانو له پاره د ژوندي پاته کېدو یوازینۍ وسیله ده.

هغه ويلي، چي په افغانستان کي اوس مهال زيات انسان بشري او انساني مرستو ته اړتيا لري.
هغه د نړۍوالو بشري سازمانونو غوښتي چي د افغان وګړو لاس نيوی وکړي.