د روسیې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي

د روسیې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي، چي ځواکونو ئې د اوکراین د اودېسا بندر پر لور د پوځي اکمالاتو لېږدوونکې یوه باروړونکې بېړۍ په نړۍوالو اوبو کي ويشتلې ده.
دغه وزارت زیاته کړې، چي روسي ځواکونو د اوکراین پر بندري تاسیساتو او پوځي بېړیو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه هم کړي دي.
د روسیې د ادعا له مخي، د دغه هیواد هوايي دفاعي سیسټمونو تېره شپه د اوکراین ۱۵۱ بې‌پیلوټه الوتکي هم نیولي او ویجاړي کړي دي.

بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ اعلان کړی، چي روسیې او اوکراین پر اوربند هوکړه کړې او دواړه لوري باید له دې هوکړي سرغړونه ونه کړي.
خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، چي د ټرمپ د اعلان په اورېدو حیران سوی دئ.
نوموړي ټینګار کړی، چي هیواد ئې د متقابل اوربند منلو ته چمتو دئ، خو د عملي کېدو د وخت او د اوکراین د متحدانو له لوري د عملي ضمانتونو غوښتنه ئې کړې ده.