د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف ویلي، هیواد به ئې د خپل امنیت او د متحدینو د ګټو د خوندي کولو لپاره اړین او مناسب ګامونه پورته کړي.
ریابکوف دا څرګندوني د تاس خبري اژانس له تحلیلي مرکز سره په مرکه کي کړي او ټینګار ئې کړی، چي مسکو د نړۍوالو حالاتو په اړه له نژدې څارنه کوي او د اړتیا په صورت کي به لازم اقدامات ترسره کړي.
نوموړي د کیوبا په اړه د امریکا وروستیو تحرکاتو ته په اشارې سره وویل، روسیه د وضعیت د لا کړکېچن کولو هڅه نه کوي، خو خپل دریځ به داسي وساتي چي د هیواد او متحدینو امنیتي او ستراتیژیکي ګټي په بشپړ ډول خوندي پاته سي.