د فراه ولایت د ط.. البانو د مبارزې د چمتوالي رياست ويلي، چي د فراه ولایت په بېلابېلو ولسواليو کي د بارانونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۴۰۰ کورونه زيانمن سوي دي.
د ياد رياست په وينا چي د سېلابونو له امله ۱۱۳ کورونه په بشپړ ډول نړېدلي او ۲۹۲ نور کورونه زيانمن سوي.
همدارنګه دغو سېلابونو ۲زره او ۲۴۵ جریبه زراعتي مځکه تخریب کړې او ۲۴۴ کیلو متره سړکونه ئې هم ویجاړ کړي دي.