د غزني ولايت د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د جمعې په ورځ د کندهار- کابل پر لویه لاره د قره باغ ولسوالۍ په سيمه کي يو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس چپه سوی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي دوه کسان وژل سوي، ۱۳ نور ټپيان او يو کوچنی د سېلاب په اوبو کي ورک سوی دئ، چي ط..البان ئې د پيدا کولو هڅه کوي.
خبرپاڼه لیکي چي دغه بس د سېلاب اوبو له امله چپه سوی دئ.