د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کي د رواني اوونۍ پر مهال د پولیو د ویروس له امله د فلج اووه نوي پېښي ثبت سوي دي.
د دغه سازمان د راپور له مخي څلور پېښي د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي، دوې د هلمند په نهرسراج او کجکي ولسوالیو او یوه بله د بغلان ولايت په جدید ولسوالۍ کي ثبت سوې ده.
د نوو پېښو له ثبتېدو سره، په افغانستان کي د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسي د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۳۲ ته رسېدلی دئ.