د سمنګان څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په حضرت سليمان ولسوالۍ کي يو کس خپل مېرمن وژلې ده.
د سرچينې په وينا چي ياد کس خپل مېرمن پر سر په لرګي وهلې او وژلې ده.
په ورته وخت کي د سمنګان د ط..البانو امنيې قومندانۍ هم ياده پېښه منلې ده او په خبره ئې، چي د يادي پېښي په تړاو ئې د وژل سوي مېرمني خاوند نيولی دئ.
يادي قومندانۍ ويلي، چي دغه پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځ ته سوې.