د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د خبریالانو پر وړاندي د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړۍوالي ورځي په مناسبت ویلي، چي خبریالان د حقیقت د خپرولو په لاره کي له ګواښونو او جدي ستونزو سره مخ دي.
نوموړي ټینګار کړی، چي د خبریالانو په نښه کول او د هغوی د رسنیزو فعالیتونو مخنیوی یوازي خبریالانو ته زیان نه رسوي، بلکي ټوله ټولنه ورڅخه اغېزمنېږي.
ګوترېش له نړۍوالو غوښتي، چي د خبریالانو پر وړاندي د ترسره سوو جرمونو عاملان وپېژني او عدالت ته ئې دې وسپاري، څو د رسنیو کارکوونکي له وېري پرته د حقیقت د خپرولو فرصت ولري.