د افغانستان د سولي له پاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د هواري

د افغانستان د سولي له پاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د هواري له پاره د خبرو اترو او دوه‌اړخیزي هوکړي غوښتنه کړې ده.
خلیلزاد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د جګړې پراخېدل او په دې شخړه کي د هند یا روسیې ښکېلتیا به وضعیت نور هم پېچلی کړي او پر ځای ئې باید کابل او اسلام‌اباد د کړکېچ د کمولو له پاره یوې ګډي هوکړي ته ورسېږي.
د نوموړي په وینا، دواړه هیوادونه باید ژمنه وکړي چي هېڅ ډلي، په ځانګړي ډول ټي‌ټي‌پي او داع.ش ته به اجازه نه ورکوي چي د دوی خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *