د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې، چي د هرمز تنګي په جنوبي مسیر کي پر دوو تېل‌وړونکو بېړيو چاودنه سوې

د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې، چي د هرمز تنګي په جنوبي مسیر کي پر دوو تېل‌وړونکو بېړيو چاودنه سوې.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخي، د سپاه پاسداران سمندري ځواکونه وایي، په دغو بېړیو کي یوه ستره تېل‌وړونکې بېړۍ هم شامله ده.
د یادو ځواکونو په وینا، بېړیو د تګ پر مهال خپل د پېژندني او لارموندني سیستمونه بند کړي وو او هڅه ئې کوله د امریکا د پوځ په ملاتړ له هغه مسیر څخه تېري سي چي ایران ئې د تګ راتګ له پاره منع اعلان کړي وې.

بلخوا، امریکا وایي چي د هرمز تنګی پرانیستی دئ او د دغه مهم نړۍوال سمندري مسیر بشپړ کنټرول ئې په لاس کي دئ.
د واشنګټن او تهران ترمنځ د دغه تنګي پر سر روانو اختلافونو په وروستیو میاشتو کي د سوداګریزو بېړیو پر تګ راتګ هم پراخ اغېز کړی دئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *