د ط.. البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوی، چي د يکشنبې په ورځ د ايران او پاکستان څخه ۷۲۲ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۱۵۴ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري، ۴۴۴ د تورخم د لاري او ۷۶ کورنۍ د هلمند د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته راغلي.
د ياد وزارت په دغه خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې ورځ ۱۵۴ کورنۍ د هرات د اسلام کلا او ۴۷ کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
بايد وويل سي چي پاکستان په دا وروستیو کي په دغه هيواد کي د افغان کډوالو کمپونه هم تړلي او هغوی ته ئې امر کړی، چي خپل هیواد ته ولاړ سي.