د روسیې د تحقیقاتو کمېټې خبر ورکړی، چي د دوشنبې په ورځ

د روسیې د تحقیقاتو کمېټې خبر ورکړی، چي د دوشنبې په ورځ، په مسکو ښار کي د بم په چاودنه کي د روسیې د پوځ یو لوړپوړی جنرال وژل سوی دئ.
د تاس خبري آژانس د راپور له مخي، چي فانِل سارفاروف، چي د روسیې د وسله‌والو ځواکونو د عملیاتي چمتووالي د ادارې مشر و، د مسکو په جنوب کي په یوه پارکینګ کي د چاودني له امله وژل سوی دئ.
تاس خبري آژانس د روسيې د تحقيقاتو د ادارې په حواله ليکي چي لومړني معلومات ښيي چي د دغه لوړپوړی جنرال د وژل کېدو تر شا د اوکراین استخباراتي ادارو لاس دئ.