د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چي د بلوچستان ايالت په نوک کندي سیمه کي یو تیل‌ وړونکی ټانکر او یو پیکاپ موټر سره ټکر کړی

د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چي د بلوچستان ايالت په نوک کندي سیمه کي یو تیل‌ وړونکی ټانکر او یو پیکاپ موټر سره ټکر کړی، چي له امله ئې نهه تنه افغان کډوال وژلي او لس نور ئې ټپيان کړي دي.
د رسنيو د راپور له مخي دا پېښه د یکشنبې ورځ سهار مهال رامنځ ته سوې ده.
د پولیسو د معلوماتو له مخي، ټپيان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي او د پېښې د علت په اړه څېړني رواني دي.

د پاکستان پوليس وايي چي د پېښي قربانیان ټول افغان کډوال دي.