د استرالیا نوی قانون د ۱۶ کلونو څخه د کمعمره کسانو لپاره د ټیکټاک، انسټاګرام، یوټیوب، فېسبوک، اسنپچټ، ردېټ، ټویچ او کېک کارول منع کوي. د دې قانون له مخه یاد پلاتفورمونه اړ دي چي د عمر د تصدیق (راستیآزمایي) سیستمونه فعال کړي.
له دې نوي قانون سره، د استرالیا په کچه د ۱۶ کلونو څخه د کمعمره سلګونه زره تنکیو ځوانانو کارنحسابونه د چهارشنبې په ورځ په اوتومات ډول بند یا له سیستم څخه وایستل سول. د قانون له مخه لس لوی پلاتفورمونه باید د ځایي وخت له مخه د نیمي شپې راهیسي د عمر د تصدیق میکانیزمونه فعال کړي؛ که سرغړونه وکړي، تر ۴۹.۵ میلیونه استرالیایي ډالرو پورې جریمه به پرې ولګېږي. د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانېزي دا ګام د ځوانانو د انلاین امنیت لپاره مهم وباله، که څه هم یې ومنله چي تطبیق به یې بېنقصه نه وي.
ټیکټاک، یوټیوب، انسټاګرام، فېسبوک، اسنپچټ، ردېټ، ټویچ او کېک مکلف دي چي د ۱۶ کلونو څخه د کمعمره کسانو حسابونه بند کړي. خو واټساپ، برېښنالیکي خدمتونه، انلاین لوبي او ښوونیز وسایل له دې ممنوعیته معاف دي. حکومت وايي، د شامل پلاتفورمونو لېست د نویو محصولاتو له رامنځته کېدو سره بدلېدای سي.
شرکتونو حکومت ته ویلي چي د عمر د اټکل لپاره به د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ وسایل، د سلفي له لارې ارزونه او اختیاري هویتتصدیق وکاروي. د مېټا شرکت خبرداری ورکړی چي دا محدودیتونه ښايي ماشومان هغو فضاوو ته سوق کړي چي لږه څارنه پکښي وي. د ایکس پلاتفورم ویلي چي د لاسرسي بندول «زموږ انتخاب نه دئ»، بلکي د استرالیا د قانون الزام دی. د ډیجیټلي حقونو ډلي هم د محرمیت او د تنکیو ځوانانو د لاسرسي د حق په اړه اندېښنې څرګندوي.
ردېټ نه دي تایید کړي چي ایا د استرالیا په ستره محکمه کي به د دې قانون پر ضد دعوه کوي که نه؛ خو د ډیجیټلي حقونو یوې ادارې د تنکیو ځوانانو د لاسرسي د بېرته راګرځولو غوښتنه کړې ده. په عین حال کي هېوادونو لکه نیوزیلنډ، ډنمارک او مالیزیا ویلي چي د استرالیا الګو تر څېړني لاندي نیسي. د اروپايي کمېسیون مشرې هم مخکي ویلي وو چي د عمر له محدودیت څخه الهام اخلي.
البانېزي د انلاین ځوروني او د تنکیو ځوانانو لپاره د تاوتریخوالي او تشویشزېږونکي محتوا د زیاتېدو په اړه وویل: «دا یو ستر بدلون دی. همدا بری دی چي عملي کېږي او پرې خبري رواني دي.»
په فلوریډا کي څېړونکو د سلګونه تنکیو ځوانانو له سروې وروسته دې پایلې ته رسېدلي چي ټولنیزې شبکې په دوو لارو د ځوانانو پر چلند اغېز کولی سي. هغه وخت چي هر تنکی ځوان یې په ټولنیزو شبکو کي تېروي، کېدای سي د زدهکړې، له والدینو، خپلوانو او ملګرو سره د مخامخ اړیکو، او یا د تفریحي فعالیتونو لپاره یې وخت کم کړي.
دا وضعیت کولای سي په تنکیو ځوانانو کي د شخصيتي او چلندي ستونزو لامل سي. سربېره پر دې، د کارپوهانو په باور، د ټولنیزو شبکو د کارولو ډول هم د هغوی پر روحیه او روان ژور اغېز لري.
همدغو کارپوهانو په خپله څېړنه کي دې مهمې پایلې ته هم رسېدلي چي د تنکیو ځوانانو رواني حالت لازماً د هغه وخت له اندازې سره تړاو نه لري چي دوی یې په ټولنیزو شبکو کي تېروي. د څېړونکو په باور، په شبکو کي د مبهمو او نامفهومو جملو خپرول کېدای سي تر وخت ډېر زیانمن تمام سي.