د ط..البانو د بهرنیو چارو وزارت وياند ضيا تکل د شنبې په ورځ په کابل کي د رسنيو سره د مرکې پر مهال ويلي چي په ايران کي د افغانستان په اړه د سیمهییزو هیوادونو د استازو جوړېدونکي غونډه کي ط..البان ګډون نه کوي.
د هغه په خبره چي په دغه غونډه کي ط..البانو ته د ګډون بلنه ورکړل سوې ده؛ خو دا پرېکړه ئې کړې چي په دې غونډه کي برخه نه اخلي.
هغه ويلي د افغانستان اوسنی حکومت له سیمي سره له بېلابېلو لارو او د موجودو سیمهییزو سازمانونو له لاري ښې اړیکي لري او له همدې امله د تهران د غونډي ګډون اړین نه بولي.
بايد وويل سي چي ط..الب چارواکو د نه ګډون نور دلایل نه دي روښانه کړي؛ خو ټینګار ئې کړی چي د سیمي له هیوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.