د ارزګان څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي

د ارزګان څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کي يو فيلډر موټر چپه سوی چي په کښي د يوې کورنۍ ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچينې په وينا په دغه ترافيکي پېښه کي دوه کسان وژل سوي او ۹ نور ټپيان دي، چي ښځي او ماشومان هم په کښي شامل دي.
دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د ترافيکي اصولو د نه موجوديت له امله د ترافيکي پېښو ګراف لوړ سوی دئ.