د روسیې د ساراتوف ولایت والي د شنبې په ورځ (۲۲ د لیندۍ) اعلان کړی

د روسیې د ساراتوف ولایت والي د شنبې په ورځ (۲۲ د لیندۍ) اعلان کړی، چي د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو د برید له امله په دغه ولایت کي دوه کسان وژل سوي دي.
هغه په خپل ټیلیګرام چینل کي لیکلي: "د یو ډرون برید له امله دوه تنه وژل سوي او يوه ودانۍ هم زيانمنه سوې ده."
همداراز، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چي د دغه هیواد د هوايي دفاع سیستمونو تېره شپه ۴۱ اوکرایني ډرونونه د کریمیا جمهوریت او د ساراتوف، ورونژ، روستوف، بلګورود او ولګوګراد په ولایتونو کي نسکور کړي دي.

له بلې خوا، د اوکراین استرانا ورځپاڼي راپور ورکړی چي د دغه هیواد په نیکولایف ولایت کي د چاودنو ږغونه اورېدلي دي.
ځینو نورو رسنیو بیا د اوکراین د جنوب ختیځ په دنیپروپتروفسک ښار کي هم د چاودنو راپور ورکړی دئ.