د ط..البانو د حج او اوقافو وزارت وايي

د ط..البانو د حج او اوقافو وزارت وايي، سږکال به د افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیان د حج د فريضې د ادا کولو له پاره سعودي عربستان ته ولاړ سي.
د ط..البانو د حج او اوقافو وزیر، نورمحمد ثاقب، د شنبې په ورځ خبريالانو ته ويلي، چي سعودي عربستان د روان کال له پاره افغانستان ته د ۳۰ زره حاجیانو سهمیه ورکړې ده.
نوموړي زیاته کړه چي سږکال پر هر حاجي شاوخوا ۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ لګښت راځي، چي په کښي د سفر، د اوسېدو د ځای او نورو اړوندو اسانتیاوو مصارف په کښي شامل دي.