د ط..البانو د فراه د امنیې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پشت کوه ولسوالۍ په کاېزک کلي کي په يوه کور کي دننه چاودنه سوې، چي له امله ئې دوه کسان وژل سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه چاودنه د دوشنبې په ورځ د يوې ناچاودي مرمۍ څخه د استفادې له امله رامنځ ته سوې ده. خبرپاڼي د یادي پېښي لامل له ناچادو توکو سره د خلګو بې احتیاطي یاده کړې.