د ط..البانو د هوا پېژندني ادارې د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي سبا دوشنبه د افغانستان په ۲۷ ولايتونو کي د باران، واوري او تېز باد اټکل سوی دئ.
خبرپاڼه ليکي چي کندهار، هلمند، ارزګان، دایکندي، بامیان، فراه، هرات، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، زابل، غزنی، خوست، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، کابل، لوګر، لغمان، ننګرهار، نورستان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، بغلان او سمنګان هغه ولايتونه دي، چي په کښي د واوري او باران اټکل سوی دئ.
د معلوماتو له مخي، په یادو سیمو کي د باران اندازه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو او د واوري اندازه له ۱۰ تر ۵۰ سانتي مترو پوري اټکل سوې.
يادي ادارې له خلګو غوښتي، چي د هوا پېژندني ادارې خبرتياوي او لارښووني عملي کړي او د پوره احتياط څخه دي کار واخلي.