د ط..البانو د پنجشېر ولايت مقام څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د پنجشېر ولايت مقام څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنجشېر ولايت د کانونو څخه ۳۱۸۵ قیراطه زمرده ئې د ازادي دواطلبۍ د لاري خرڅ کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه زمرد ئې د ۱۱ ميليونه ۶۶۹ زره او ۸۷۶ افغانيو په بدل کي خرڅ کړي دي.
ط..البان وايي چي دغه زمرد ئې په تېرو دوو اوونیو کي د پنجشېر ولايت د حصه اول او پريان ولسواليو څخه تر سره کړي وو.