د فراه ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په فراه رود ولسوالۍ کي يو کوچنی موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي درې کسان وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.