د لبنان د عامي روغتیا وزارت ویلي

د لبنان د عامي روغتیا وزارت ویلي، د روان کال د مارچ له دوهمي نېټې راهیسي د اسرائیلو په هوايي او پوځي بریدونو کي له درو زرو ډېر کسان وژل سوي دي.
د راپورونو له مخي، د وژل سوو ترڅنګ څه باندي لس زره نور کسان هم ټپیان سوي او ګڼي سیمي سختي زیانمني سوی دي.
د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ جګړه هغه مهال پراخه سوه چي حزب‌الله پر اسرائیلو بریدونه وکړل او وروسته اسرائیلي پوځ د لبنان پر بېلابېلو سیمو درنې بمبارۍ پیل کړې.

سره له دې چي د امریکا په منځګړیتوب د دواړو لورو ترمنځ سیاسي تماسونه روان دي، خو جګړه لا هم نه ده درېدلې او تاوتریخوالی دوام لري.